پاکستان یو ځل بیا له ندیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان سره دې بشري او اقتصادي مرستې وکړي

0
192

پاکستان یو ځل بیا له نړیوالې ټولنې غوښتي چې افغانستان سره دې بشري او اقتصادي مرستې وکړي

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې افغانستان سره دې د اقتصادي تو بشري مرستو په کولو سره په دغه هېواد کې دایمي ثبات قیم کړي.

 

(2021 / 9 / 25  نېټه باغي ټلویزیون)

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان یو ځل بیا په نړیوالې ټولنې غږ کړی چې افغانستان سره دې د اقتصادي تو بشري مرستو په کولو سره په دغه هېواد کې دایمي ثبات قیم کړي.

نوموړي افغانستان کې ثبات د سیمې د ثبات په مانا یاد کړي او ویلي یې دي چې اجازه دې نه ورکول کېږي چې یو ځل بیا افغانستان د ترهګرۍ پر ځاله بدل شي.

نوموړي څو ځلي په نړیوالې ټولنې او امریکا غږ کړی چې افغانستان سره دې بشري او اقتصادي مرستې وشي او په طالبانو د فشار راوړلو پر ځای دې هغوی سره خبرې وشي.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم ویلي ؤ چې که افغانستان سره مرستې ونشي ، هلته به اقتصادي او بشري ناورین رامنځته شي.

چین بیا پر امریکا غږ کړی چې افغانستان کې لوی تحول رامنځته شوی، هلته اوس خلک مرستو ته اړتیا لري او امریکا جق نلري چې د افغانستان پیسې کنګل کړي، چین ویلي ؤ چې د افغانستان کنګل شوې سرمایه دې ژر تر ژره بېرته خلاصه کړل شي.

 

Leave a reply