د عمران خان عبوري ضمانت منظور شوې دې

0
63

باغی ټي وي رپورټ
عدالت د پي ټي آئي چيرمين عمران خان يو زنانه جج ته د ګواښلو په مقدمه کښي عبوري ضمانت منظور کړے دے۔

پخوانی وزیراعظم عمران خان د اسلام آباد عدالت ته د حاضریدو لپاره ډسټرکټ او سیشن عدالت ته رسیدلی چرته چې د هغه د راتګ په موقع سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو.
د پوليس او ايف سي نه علاوه د عمران خان خصوصي سکيورټي عمله هم اسلام آباد عدالت ته رسيدلي ده۔

د سيشن جج کامران بشارت د عمران خان د وکيل بابر اعوان د عبوري ضمانت د درخواست اورېدنه وکړه په کوم کې چې عدالت د لنډې اورېدنې وروستو د پي ټي آئي چيئرمېن ضمانت تر 13م اکتوبر پورې منظور کړو.
عدالت عمران خان ته د پنځوس زره روپو په ضمانت عبوري ضمانت منظور کړی دی.

ياده دي وي چي د پخواني وزيراعظم عمران خان په ضد مارګله پوليس سټيشن کښي مقدمه درج شوي وه او کله چي عمران خان عدالت ته نه وو حاضر شوي نو جوډيشل مجسټريټ د ګرفتاري وارنټ جاري کړي وو ولي اسلام آباد هائي کورټ د عمران خان حفاظتي ضمانت تر 7 اکتوبر پوري منظور کړے وو۔

نور خبرونه

د پي ټي آیی درخواست کوونکي دې حلف ورکړي چې د پارلېمان د بايکاټ کولو په اړه د ګوند پاليسي نه نه مني

متحده عرب اماراتو د ویزې جاري کولو نوې پلان اعلان کړې دې

صادق خان ویلي: د افغان دولتي پوهنتونونو د ظرفیت لوړولو لپاره د دوی ۳۰۰ استادان روزو.

جنرال قمر جاوید باجوه امریکا کې د لوړو پوړو چارواکو سره بیلابیلې لیدنې ترسره کړي.

د عمران خان امریکایی سایفر په اړه پلټونو لپاره د ایف آیی اې کمییټۍ کمیشن جوړ شوې چې پلټنې وکړي

ضلع خیبر جمرود کښې د قبایلي ګروبونه یو بل په ضد مورچو ته ختلي، دواړه ګروپونه په وسلو سمبالی دي

Leave a reply