جرمني له افغانستانه د هغه افغانانو د ویستلو لپاره هڅې کوي چې دوی سره یي کار کړی.

جرمني له افغانستانه د هغه افغانانو د ویستلو لپاره هڅې کوي چې دوی سره یي کار کړی.
23سپتمبر 2022
د جرمني پارلمان له افغانستان څخه په ۲۰۲۱ کال کې د وتلو د عملیاتو په اړه څېړنه پیل کړې ده او ویلي یې دي چې دوی به هغه افغانان اوباسي چې دوی سره یي کار کړی او لا هم افغانستان کې پاتې او له خطر سره مخ دي.
د جرمني رسنیو په وینا، د دغه هېواد یوه پارلماني کمېټه په دې اړه څېړنه کوي چې، ولې ډېری هغه افغانان چې له جرمني سره یې کار کړی، له افغانستانه نه دي ایستل شوي او د اسلامي امارت له خوا له خطر سره مخامخ دي.
د جون په میاشت کې راپور ورکړل شوی و چې، شاوخوا ۱۲۰۰۰ افغانان چې له جرمني څخه یې د کډوالۍ د غوښتنلیکونو د منلو ژمنه ترلاسه کړې، هغه هېواد ته د تللو په تمه دي.
اړوند موضوعات
لسګونه زره افغانان اوس هم د امريکا بشردوستانه ويزو د ترلاسه کولو په تمه دي
دغه راز يو شمېر افغان پناه غوښتونکي چې د جرمني د حکومت لهخوا ورسره همکاري نه کېده، بېرته افغانستان ته ستانه شوي دي.






