د پاکستان فوځ سرلښکر د پاکستان دفاع ورځ په اړه یو ځانګړې پیغام خپور کړې دې

0
218

باغی ټي وي رپورټ
نن په ټول ملک کښې د دفاع ورځ په جوش او جذبې سره نمانځلې کیږی.

دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه د پاکستان د دفاع د ورځې په مناسبت خپل پېغام جاري کړو او وئيلي يې دي چې د ستمبر شپږمه د هر قسمه مشکلاتو په ضد د مادر وطن د دفاع لپاره د پاک پوځ د نه ستړي کېدونکي عزم او جذبې علامت دی . دپوځ سرلښکر جنرال قمر جاوېد باجوه وئيلي دي چې ملت خپلو اتلانو ته سلام وړاندې کوي، ازادي او امن د شهيدانو بې مثاله قربانۍ دي.
دا خبره د یادونې ده چې د پاکستان د دفاع د ورځې په مناسبت د يو پېغام جاري کولو په مهال وزيراعظم شهبازشريف وئيلي دي چې شپږم ستمبر ددې پاکې زمکې د زړورو زامنو د سترې قربانۍ د جذبې د يادګار په توګه نمانځل کيږي۔

شهبازشريف په خپل بيان کې وويل چې ٥٧ کاله وړاندې زمونږ زړورو ځواکونو ثابته کړه چې د وطن دفاع ته هر وخت تيار دي، ولس د دې خاورې زړورو زامنو ته پوره خراج تحسين وړاندې کوي.

وزيراعظم ووئيل چې دغه اتلان په سختو وختونو كښې د خارجي او داخلي خطرونو نه د وطن د پولو حفاظت كوي٬ زمونږ زړورو وسله والو ځواكونو د ملک دښمن او ترهګرو ته درنه ماتې ورکړې ده او دا وطن ی آباد او ښاد ساتلې دې.

نور خبرونه

سږ کال بارانونو او سیلابونو له وجهې د پنجاب حکومت زده کوونکو لپاره د نصاب کمولو پریکړه کړې ده

په دې کوم ویاړ نه کوم چې زه د عمران خان تره ځوی یم: حفیظ الله نیازي

Leave a reply