د خیبر پښتونخوا وزیراعلی په صوبه کښې د سیلاب ځپلو سیمو فضایی کتنه وکړه

باغی ټي وي رپورټ
د خېبرپښتونخوا وزيراعلي محمود خان د لاندې دير سېلاب ځپلې سيمې ته د خپل سفر په مهال يو ځانګړى طريقه اختيار کړې ده.
وزيراعلي محمود خان د صوبې سېلاب ځپلو سيمو دوره کړې او اړوندو چارواکو ورته د حالاتو او په دې سیمه کښې د سیلابونو د زیانونو په اړه بريفنګ ورکړی دی.
د سېلاب ځپلو سيمو د ليدنې په مهال محمود خان په زړه پورې او عجیبه انداز خپل کړو، دا عجیبه انداز دا وو چې وزیراعظم پاس د هيلي کاپټر څخه د الوتنې په مهال يې خلکو ته لاسونه اوچتول.
دې نه وړاندې هم وزیراعلی محمود ډي آیی خان کښې د سیلاب ځپلو سیمو دوره کړې وو، په دې موقع د کونسلرانو اتحادیی په محمود خان ډیر سختې نیوکې کړې وې ،ځکه ددوی وینا وه چې وزیراعلی کونسلرانو سره لیدنه و نه کړه او ددې سیمې سیلاب ځپلي خلک د سختو ستونزو سره مخ دي.
نور خبرونه
شپږ ورځې تیرې شوې خو په کویټه کښې تراوسه بریښنا او ګاز بحال نه کړې شوه
سندهه صوبه کښې پیپلز ګوند یو مشر ویډیو خپره شوې، د سیلاب ځپلو مخې ته خپل خپې په معدني اوبو وینځي






