د خیبر پښتونخوا په اپر دیر کښې د یو خاندان ۵ پینځه ماشومان سیلاب وړي دي

باغی ټي وي رپورټ
د خيبر پښتونخوا د اپر دير ولسوالۍ په غرونو کې د بارانونو له امله په سيند کې د سيلاب له امله د يوې کورنۍ پنځه ماشومان ډوبه شوي دي.
د پوليس ترمخه د اپر دير په شلتلومر سيمه کښي پنځه ماشومان د خپل نیکه سره په ندۍ تیریدل چي سيلاب کښي ډوب شول.
د ماشومانو نيکه سمدلاسه وژغورل شوه، خو ټول پنځه ماشومان په سيند کې ډوبه شول، وروسته ځايي خلکو د څلورو نجونو په ګډون د پنځو ماشومانو مړي را اوویستل، د ماشومانو عمرونه د پنځو او اوو کلونو ترمنځ وو. په سیمه کې د اورښت له امله مواصلاتي نظام ګډوډ شوی او خلک له سختو ستونزو سره مخ دي.
دا خبره مهمه ده چې په قبایلي سیمو ضلع خیبر او نور قبایلي سیمو کښې هم د بارانونو او سیلابون له امله سخت ځاني او مالي زیان رسیدلې دې.
نور خبرونه
پاکستانۍ اولس دې چمتو وي، پیټرولیم مصنوعات به نور هم ګران شي، آیی ایم سره معاهده شوې ده






