هغه څه چې شهباز ګل کړي دي، نو دا هم د حکومت سازش دې که؟ قمر زمان کایره

0
198

باغی ټي وي رپورټ
دپيپلز پارټۍ مشر اؤ وفاقي صلاح کار قمر زمان کائره وئيلي دي چې هغه که يو مقبول ليډر وي يا عام سړى، که جرم يې کړى وي نو د مقبوليت له امله رعایت نۀ شي ترلاسه کولى.

قمر زمان کائره د جيو نيوز پروګرام کښې شاهزيب خانزاده سره د خبرو پر مهال وويل چې عمران په توشه خانه کې تحفې خرڅې کړې او تحفې ورکوونکي ته يې بيرته ورکړې.

هغه وويل، چې د ډاليو له پلورلو څخه ترلاسه شوې پيسې نه دي اعلان شوي، هغه بنسټونه چې پر ضد يې دغه کار ترسره شوى، ټول معلومات لري. مسلم لیګ (ن) یا پیپلز پارټۍ په دې کې څه کولی شي؟
قمر زمان کائره اوویل چې شهباز ګل چې کوم کارونه،خبرې وکړې نو آیا دا هم د حکومت سازش وو که؟
دا خبره مهمه او د یادونې ده چې دوه ورځې وړاندې د پاکستان د تحریک انصاف مشر او د پخواني لومړي وزیر عمران خان د دفتر مرستیال ډاکټر شهباز ګل د د بغاوت په قضیه کې له پلازمېنې اسلام اباد څخه نیول شوی دی.

د ښار مجسټریټ په شکایت د شهباز ګل په ضد د اسلام آباد په کوهسار پولیس سټیشن کې د غدارۍ مقدمه درج شوې ده.د ایف آی آر د متن له مخې شهباز ګل د یوې ایجنډا پوره کولو لپاره د خپلو همکارانو سره په ټي وي چېنل داسې خبرې وکړې، د شهباز ګل د وینا او د خبرو مقصد په فوځ کې بغاوت او سازش خپرول وو.
نور خبرونه

د پارلیمان پبلک اکاونټس کمیټیو چارې نه شي چیلنج کیدې، دا د پارلیمان برخه ده : نورعالم خان

د پاکستان تحریک انصاف مشر د غدارۍ د مقدمي پلټنو لپاره د مهمو افسرانو یو ټیم جوړ شوې دې

………………………..

Leave a reply