لفټننټ جنرال فیض حمید کور کمانډر بهاولپور ټاکل شوې، دې نه وړاندې فیض د پیښور کورکمانډر په څوکۍ ټاکل شوې وو

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان په پوځ کې په لوړه کچه تقررۍ او تبادلې شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (آی ایس پي آر) له مخې، لفټننټ جنرال فیض حمید د کور کمانډر بهاولپور په توګه ټاکل شوی، په داسې حال کې چې هغه تر دې وړاندې د کور کمانډر پېښور په توګه ټاکل شوی وو.، د پیښور کورکمانډ ټاکل کیدو وړاندې فیض حمید د پاکستان آیی ایس آیی د مشر په توګه ذمه واري ترسره کوله چې بیا روستو د پیښور کور کمانډر مقرر شو.
ائي ايس پي آر وئيلي دي چې ليفټننټ جنرل سردار حسن اظهر حيات د کور کمانډر پيښور او ليفټننټ جنرل خالد ضياء د ملټري سيکرټري په توګه ټاکلي شوي دي۔
………………
نور خبرونه
شمالي وزیرستان کښې ځانمرګي برید شوي دې، درې امنیتي ځواک اهلکار ژوند له لاسه ورکړې دې






