کندوز کې د بادامو حاصلات ډېر شوي دي

0
185

کندوز کې د بادامو حاصلات ډېر شوي دي

کندوز د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې تر ډېره کرنه او مالداري پکې دود ده او لوړه سلنه وګړي یې هم په بزګرۍ او بڼوالۍ بوخت دي، چې په حاصلاتو کې دغه ډول ډېروالی ورته هیله بښونکی دی.

 

(2022 / 8 / 4 نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

کندوز کې د بادامو حاصلات ډېر شوي دي. د کندوز ولایت ځايي چارواکي وایي چې د تېرو کلونو په پرتله سږ کال د بادامو په حاصلاتو کې د پام وړ ډېروالی راغلی دی.

د سرچینې په خبره روان کال په دغه ولایات کې د بادامو په حاصلاتو کې دېرش سلنه زیاتوالی راغلی چې په دې سره به دوی ۸ زره او ۴۶۸ ټنه بادام راټول کړي.

سرچینه وایي چې دا شمېره د تېر کال په پرتله دېرش سلنه ډېروالی ښيي.

کندوز د هېواد یو له هغو ولایتونو دی چې تر ډېره کرنه او مالداري پکې دود ده او لوړه سلنه وګړي یې هم په بزګرۍ او بڼوالۍ بوخت دي، چې په حاصلاتو کې دغه ډول ډېروالی ورته هیله بښونکی دی.

Leave a reply