په پنا ګاه ځایونو کښې هره ورځ لکونو خلقو ته خوراک ورکول کیږي: فواد چوهدري

باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان پارلیمان د اطلاعاتو وفاقي وزیر چوهدري فواد حسین په یو بیان کې ویلي دي چې د پي ټي آیی حکومت غریب اولس ته د ریلیف ورکولو او د ژوند اسانتیاوي پیدا کولو لپاره د پناه ګاه بندوبست ورکړې دې چرته چې غریب کسانو ته مفت خوراک ورکولې شي.
د اې پي پي رپورټ مطابق هغه اوویل چې په دې پناه ځايونو كښې روزانه 6 لكه كسانو ته خوراك وركولې شي٬ هغه زیاته کړه چې د غریب اولس لپاره دا پناه ځايونه د مالداره خلقو ډلې چلوي او په دې کومه حكومتي پېسه نه مصرف كېږي۔
وفاقي وزیر په خپل ټویټر پانړه يو ټويټ كې ویلي دي چې په كوم ډول چې د پناه ځايونو دا لړۍ روانه كړې شوې ده نو ددې خیر ښیګړې کار په پیلولو د لکونو وګړو دعاګانې عمران خان او اولنې مرمنې سره دي.





