په قبایلي سیمو کښې امن قایم شوې دې: آیی جي پولیس خیبر پښتونخوا

0
151

نصیب شاه شینواري
د خیبر پښتونخوا انسپکټر جنرل پولیس د ضلع خیبر د دورې په موقع یوې غونډې ته په وینا کښې ویلي دي چې په دې سیمه او په خاصه توګه په پاک افغان پوله باندي حالات په تيزۍ سره د امن په لور روان دي او امن قایم شوې دې، هغه زیاته کړه چې په دې سیمه کې به د امن په قایمیدلو سره په نړيوال کچه هم ډیره مثبته اغیزه وشي.

انسپکټر جنرل پولیس خیبرپښتونخوا معظم جاه انصادري د ضلع خیبر تاریخي سیمه جمرود ته د دورې په موقع دا مهمې خبرې وکړې او ویل چې په دې سیمه کښې د پخواني خاصه دار فورس او د سیکوریټي ځواکونو د ځاني قربانیو په بدل کښې امن قایم شوې دې ، په دې دوره کښې آیی جي پولیس سره نور صوبایی وزیران او نور مشران هم وو چې په شاکس لیوي مرکز کښې ی د ټریننګ مرکز پرانسته هم وکړه.
د خېبرپښتونخوا د پولیسو انسپکټر جنرل معظم جهان انصاري وویل چې د پولیسو په ځواک کې د لیویز او خاصه دارو شاملول مشکل عمل وو خو د خیبر پښتونخوا پولیسو دا پروسه په بریالیتوب سره سرته رسولې او د یو ښې او چمتو پولیس جوړولو بنیاد مو کیښودو.
دا خبرې نن آي جی پولیس په شاکس جمرود په لیوي سنټر کښې د یو ټریننګ سنټر د پرانستې په موقع وکړو، په دې غونډه کې د کار او افرادي قوت سينئرصوبایی وزير شوکت يوسفزئي مشر ميلمه وو۔ په غونډه کښې ډائريکټر آئي اين ايل، پيښور کښي امريکي قونصل جنرل، آئي جي فرنټيئر کور، صوبائي وزيرانو او د صوبائي اسمبلئ غړو او نورو مشرانو په ګنړ شميره کښي ګډون اوکړو۔

Leave a reply