د پاکستان امنیتي ځواکونو بلوچستان کښې د ترهګرو په ضد عملیات کړي

باغی ټي وي رپورټ
د بلوچستان د کيچ ضلعې په هوشاب سيمه کې د امنيتي ځواکونو په عملياتو کې شپږ ترهګر وژل شوي دي.
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) ویلي، د کیچ ولسوالۍ په هوشاب سیمه کې د امنیتي ځواکونو سره په نښته کې ۶ ترهګر وژل شوي دي.
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي حوالدار هدايت الله د ترهګرو په ډزو کښي شهيد شوے دے۔
د آئي ايس پي آر ترمخه د وژل شوؤ ترهګرو نه د وسلو او بارودي موادو لويه ذخيره هم ترلاسه شوې ده۔
دا خبره مهمه ده چې سرکاري سرچینو باغي ټي وي ته ویلي دي چې په ملک کښې څه ترهګر ګروپ شتون لري خو امنیتي ځواکونو ددې ترهګرو په ضد عملیات ترسره کوي او ددوی ملا ی ماته کړي ده چې په هیواد کښې د عام اولس ژوند خوندي شي.






