د وخت نه وړاندې د ټاکنو نه کولو پریکړه

باغی ټي وي رپورټ
واکمن ګوند پاکستان مسلم لیګ (ن) د وخت نه مخکې انتخاباتو نه کولو پرېکړه کړې ده.
د وزيراعظم شهباز شريف په مشرۍ کښې د مسلم ليګ (ن) غونډه شوې چې پکښې د پنجاب ضمني انتخاباتو کښې په ماتې او نورو سياسي معاملو غور وشو۔
دسرچينو ترمخه دمسلم ليگ(ن) په غونډه کې دزياتو انتخاباتو نه کولو فيصله هم شوې ده.سرچینه زیاتوي، چې په دې ناسته کې پرېکړه وشوه، چې حکومت به خپله اساسي موده پوره کوي.
سرچينې وائي چې مسلم ليګ (ن) به سبا اتحادي ګوندونو ته دخپلې پريکړې څخه خبر ورکوي.ياده دي وي چي وزيراعظم شهباز شريف تيره ورځ لاهور کښي د اتحادي پارټو غونډه رابللي ده چي پکښي به په سياسي صورتحال باندي خبري اتري کيږي۔






