د پي ټي آیی ایم پی اې استعفی ورکړې

0
279

باغی ټي وي رپورټ
په داسې وخت کې چې نن د وزیراعظم عمران خان په ضد په اسمبلۍ کې د ناباورې لپاره ووټ اچوونه کیږي د پي ټي آئي ګوند یو ايم پي اے چوهدري مسعود د پنجاب اسمبلۍ نه استعفي ورکړې ده۔

چوهدري مسعود خپله استعفا د پنجاب اسمبلۍ ډپټي سپيکر ته لېږلې ده.چوهدري مسعود د پي ټي آئي په ټکټ د لياقت پور حلقه 257 نه ايم پي اے منتخب شوے وو۔
د چوهدري مسعود لخوا ډپټي سپيکر ته ليږل شوي استعفي خط کې وئيل شوي چې حکومت زما انتخابي حلقه نظر انداز کړې او پرمختيائي کارونو کې يې خنډان اچولي دي.
ياده دي وي چي نن د پنجاب اسمبلۍ کښي د نوي وزيراعلي لپاره انتخاب کيږي چي پکښي د چوهدري پرويز الهي او حمزه شهباز ترمينځه سخته مقابله کيږي۔

Leave a reply