د خیبر پښتونخوا صوبایی حکومت د پیښور پوهنتون فنډ د عمران خان په سیاسي فعالیتونو لګوي: ډاکټر اظهار

0
183

باغی ټي وي رپورټ
د پېښور پوهنتون چې د خېبر پښتونخوا لومړۍ او ستره تعليمي اداره ده،نن سبا دا لوی د عالي زده کړو تعلیمي اداره د مالي بحران له امله خپلو کارکوونکو ته تنخواګانې او پنشنونه نه شي ورکولای.

د پيښور پوهنتون وائس چانسلر ډاکټر ادريس خان د وزيراعلې پرنسپل سيکرټري محمود خان ته يو خط استولې چې پکښې د فنډ جاري کولو غوښتنه شوې ده۔
خط کښي وئيلي شوي دي چي د خيبرپښتونخوا وزيراعلي په روان بجټ کښي د شپږ يونيورسټو لپاره د دوه اربه روپو اعلان کړي وو چي پکښي د پيښور يونيورسټئ لپاره مختص شوي 4.5 کروړه روپئ تر اوسه نه دي ورکړي شوي۔

په خط کې غوښتنه شوې چې د خېبرپښتونخوا وزيراعلي دې د يونيورسټۍ مالي مشکلاتو خبر کړي.

بل خوا د پاکستان د آل یونیورسټیز اکیډمیک سټاف ایسوسی ایشن فیډریشن صوبايي صدر ډاکټر اظهار جیو نیوز ته ویلي چې صوبايي حکومت اعلان کړی خو فنډونه یې نه دي جاري کړي.

ډاکټر اظهار وويل، اسلاميه کالج، د پېښور پوهنتون، انجينيرنګ پوهنتون او زرعي پوهنتون د معاشونو پيسې نه لري او له بلې خوا صوبايي حکومت د پوهنتون پيسې په صوبه کې د عمران خان په سياسي فعاليتونو لګوي.
دا خبرونه هم اولولۍ

د پی ټي آیی صوبایی اسمبلۍ د جنوبي وزیرستان څخه ټاکل شوي غړي په صوبایی حکومت سختې نیوکې کړي دي

د بني ګاله مخې ته د استاذانو احتجاجي پرلت دوام لري

د اهلکارو معاشونه زیاتول د آیی ایم ایف سره څه تړاو نه لري: مفتاح اسماعیل

Leave a reply