ناروې د اوسلو فورم بحثونه؛ دا ځل یې افغانستان د بحث موضوع ده

0
183

ناروې د اوسلو فورم بحثونه؛ دا ځل یې افغانستان د بحث موضوع ده

    د ناروې حکومت په يوه اعلاميه کې ويلي چې شاوخوا سلو تنو په فورم کې د ګډون بلنه منلې او دا ټول هغه کسان دي چې د شخړو په هواري کې يې د منځګړو رولونه لوبولي، يا د حکومتونو چارواکي پاتې شوي او يا هم په شخړو کې د ښکېلو غاړو استازيتوب کوي.

 

(2021 / 6 / 21   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

  د ناروې د بهرنيو چارو د وزيرې اننيکين هويتفيلډټ په مشرۍ د اوسلو فورم پر نړيوالو کړکيچونو دوه ورځني بحثونه پيلوي.

  د دې فورم بحثونه نن پيل کيږي او ټاکل شوې چې د افغانستان مسئله يې هم په اجنډا کې شامله وي.

  د ناروې حکومت په يوه اعلاميه کې ويلي چې شاوخوا سلو تنو په فورم کې د ګډون بلنه منلې او دا ټول هغه کسان دي چې د شخړو په هواري کې يې د منځګړو رولونه لوبولي، يا د حکومتونو چارواکي پاتې شوي او يا هم په شخړو کې د ښکېلو غاړو استازيتوب کوي.

  ټاکل شوې چې د دې فورم ګډونوال د شخړو د هواري او سولې لپاره د خپلو دیپلوماتیکو هڅو تجربې له یوبل سره شریکې کړي.

  له افغانستانه هم څو تنو ته په دې غونډه کې د ګډون بلنه ورکړل شوې خو تراوسه یې نومونه نه دي په ډاګه شوي.

Leave a reply