ایرو ایشیا: د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا امکان شته

ایرو ایشیا: د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا امکان شته
سرچینه کاږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په صادقانه فضا کې د سوداګرۍ د پراختیا امکان شته دی او که چېرته عملي ګامونه اوچت شي نو نه یوازې په لنډ مهال کې بلکې په اوږدمهال کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي وده رامنځ ته کولی شي.
(2022 / 6 / 19 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د پاکستان او افغانستان ترمنځ د سوداګرۍ د پراختیا امکان شته دی. ایرو ایشیا رېويو په یوه تازه تحلیل کې ویلي چې که افغانستان او پاکستان په خپلو کې سوداګریزې اړیکې جوړې کړي نو د دواړو په ګټه دي.
سرچینه کاږي چې د دواړو هېوادونو ترمنځ په صادقانه فضا کې د سوداګرۍ د پراختیا امکان شته دی او که چېرته عملي ګامونه اوچت شي نو نه یوازې په لنډ مهال کې بلکې په اوږدمهال کې هم د دواړو هېوادونو ترمنځ اقتصادي وده رامنځ ته کولی شي.
دغه ډول تحلیلونه داسې مهال خپرېږي چې پاکستاني لوري تل په سوداګریزه برخه کې افغان لوري ته ستونزې جوړې کړي دي او په دې برخه کې یې اقدامات تر ډېره صادقانه نه وي.






