په اسلام اباد او شاوخوا سیمو کې د زلزلې زورور ټکانونه محسوس شوي دي

باغی ټی وی رپورټ
په اسلام اباد او شاوخوا سیمو کې د زلزلې زورور ټکانونه محسوس شوي دي.
په راولپنډۍ کې هم د زلزلې زورور ټکانونه محسوس شوي دي.
د زلزلې ټکانونه دومره زورور وو، چې خلک د کلمې طیبې په ویلو له خپلو کورونو راووتل. تر اوسه په دې زلزله کې د کوم ځاني او مالي زیان راپور نه دی ورکړل شوی.
د زلزلې مرکز له مخې د زلزلې شدت د ريختر په کچه شپږ اعشاريه درې ريکارډ شوى، په اسلام اباد او راولپنډۍ کې د څو شېبو لپاره زورورې زلزلې محسوسې شوې دي.
د زلزلې ټکانونه د پاکستان په ګډون په ایران او افغانستان کې هم محسوس شوي، د زلزلې ژوروالی ۱۵۰ کیلومتره و او مرکز یې په تاجکستان کې و.






