د پاکستان د ټاکنو کمیشن مشر وایی دوی د ټاکنو لپاره چمتو دي

باغی ټي وي رپورټ
چيف اليکشن کميشنر سکندر سلطان راجا وئيلي دي چې اليکشن کميشن هر وخت د انتخاباتو لپاره تيار دی خو حکومت به دا فيصله کوي چې کله انتخابات کول پکار دي۔
اسلام اباد کې خبريالانو سره خبرو کې چيف اليکشن کميشنر وويل چې اليکشن کميشن خپلې فيصلې پرته له ويرې کوي او جاري ساتي.
سکندر سلطان راجا وویل هر څوک زمونږ دوست دی، د انتخاباتو کمېشن د آئین او قانون مطابق فیصلې کوي.
ديوې پوښتنې په ځواب کې سکندر سلطان راجه وويل دانتخاباتو لپاره اليکشن کميشن هر وخت تيار دى خو دنويو انتخاباتو فيصله به حکومت کوي.
چيف اليکشن کمشنر وويل په حلقه بندۍ کار په مکمله توګه روان دى.د مردم شمارۍ په اړه د اليکشن کميشن دريځ واضحه ده چې د مردم شمارۍ د رسمي اعلان نه وړاندې حلقه بندۍ نه شي کيدلى.





