جرمني لۀ افغان ماشومانو سره مرسته اعلان کړې 

0
205

جرمني لۀ افغان ماشومانو سره مرسته اعلان کړې 

د آلماني رسنیو د راپورونو پر بنسټ ددغه هېواد فدرالي حکومت ویلي چې په افغانستان کې له لوږې او بېوزلۍ سره د مبارزې په موخه یې او له افغان ماشومانو سره د مرستو لپاره یونسیف ته، ۱۲۴،۹ میلیونه یورو ورکړي دي.

 

(2022 / 2 / 3   نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

آلمان له افغان ماشومانو سره د مرستو په موخه تر ۱۲۴ میلیونو یورو مرسته اعلان کړې ده.

د آلماني رسنیو د راپورونو پر بنسټ ددغه هېواد فدرالي حکومت ویلي چې په افغانستان کې له لوږې او بېوزلۍ سره د مبارزې په موخه یې او له افغان ماشومانو سره د مرستو لپاره یونسیف ته، ۱۲۴،۹ میلیونه یورو ورکړي دي.

المان وايي چې له دې مرستو به د افغان ماشومانو لپاره د روغتیايي خدماتو په برابرولو، له لوږې سره د مبارزې او نورو برخو کې استفاده کېږي.

آلمان تر دې وړاندې هم ویلي چې له افغانستان سره به یې بشردوستانه مرستې ادمه ولري.

بلخوا یونسیف بیا په تازه څرګندونو کې پر مرستندویه هېوادونو غږ کړی و، چې په دې سختو شرایطو کې د افغانانو لاسنیوی وکړي او د میلیونونه وګړو ژوند وژغوري.

Leave a reply