د اوکراین پۀ ختیځ کې خلکو ته لۀ کورنو د وتلو امر شوی 

0
169

د اوکراین پۀ ختیځ کې خلکو ته لۀ کورنو د وتلو امر شوی 

لوهانسک ته څېرمه د اوکرایین په ختیځ‌ کې د دونتسک سیمي والي پاولو کیریلېنکو هم ويلي‌ چې هلته په تازه راکټي بریدونو کې ۵ کسان وژل شوي دي. هغه زیاته کړې چې دغو بریدونو کې ۴ کسان ټپي شوي هم دي.

 

(2022 / 4 / 10  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د اوکرایین په ختیځ‌ کې د لوهانسک والي سېرحي ګایدای د دې سیمې له اوسېدونکو غوښتي‌ چې په سملاسي توګه ځانونه خوندي ځايونو ته وباسي.

هغه خبرداری ورکړی چې روسیې خپل ځواکونه راټول کړي او پر دې سیمې د پراخ برید هوډ لري. د روسیې پوځ د اوکرایین په شمال کې د جګړې له کمولو وروسته ټول پام په ختیځ ورټول کړی دی.

لوهانسک ته څېرمه د اوکرایین په ختیځ‌ کې د دونتسک سیمي والي پاولو کیریلېنکو هم ويلي‌ چې هلته په تازه راکټي بریدونو کې ۵ کسان وژل شوي دي. هغه زیاته کړې چې دغو بریدونو کې ۴ کسان ټپي شوي هم دي.

د دونتسک والي دغه راز ادعا کړې چې روسي ځواکونو په ياده سيمه کې د ملکي وګړو پر وژلو هم لاس پورې کړی.

Leave a reply