اوکرایني کډوالو سره د لس میلیارده ډالره مرستې ژمنه شوې ده 

0
141

اوکرایني کډوالو سره د لس میلیارده ډالره مرستې ژمنه شوې ده 

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمېشنرۍ ویلي، د فبرورۍ پر ۲۴مه پر اوکراین د روسیې له یرغل وروسته څه باندې ۴ ميلیونه او ۴۴۱ زره ۶۶۳ کسان له خپل هېواد څخه کډه شوي دي. دا تر دويمې نړیوالې جګړې وروسته په اروپا کې د کډوالو تر ټولو لویه جوپه ګڼل کېږي.

(2022  / 4 / 10  نېټه باغی ټلویزیون)

بشپړ راپور 

په وارسا کې د بسپنې راټولولو په غونډه کې مرستندیو هېوادونو او سازمانونو له اوکراین سره د نږدې ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د مالي مرستې او پور ورکولو ژمنه وکړه. د دغو مالي مرستو هدف پر اوکراین د روسیې تر یرغل وروسته، نورو هېوادونو ته د اوکراین د کډوالو شویو او داخلي بې‌ ځایه شویو لاسنیوی ګڼل شوی دی.

د نږدې ۱۰ میلیارده ډالرو په ارزښت د مالي مرستې او پورونو دغه ژمنه پرون په هغه غونډه کې وشوه چې د بېلابېلو حکومتونو، کمپنیو استازو او نورو اشخاصو پکې برخه اخیستې وه.

د دې غونډې کوربه پولنډ و چې تر اوسه‌ یې د اوکراین څه باندې ۲ نیم ميلیونو کډوالو ته پناه ورکړې ده.

په ياده غونډه کې د اوکراین د داخلي بې‌ځایه شویو د ملاتړ لپاره د ۲ میلیارده ډالرو او له اوکراین څخه ګاونډیو هېوادونو ته د کډه شویو وګړو د ملاتړ لپاره د ۷ نیم میلیارده ډالرو مالي مرستې ژمنه وشوه.

Leave a reply