اپوزیشن ګوندونو پي ټي آیی ته د جوړجاړي وړاندیز کړې دې

باغی ټي وی رپورټ
د پاکستان اپوزيشن ګوندونو د پي ټي آئي حکومت ته د صلح وړانديز کړے دے۔
باوري سرچينې وائي چې په قومي اسمبلۍ کې دحزب اختلاف مشر او دمسلم ليگ(ن) صدر شهباز شريف دزيارت په ورځ د سپريم کورټ پريکړې سره سم پي ټي ائي ته د روغې جوړې وړانديز کړى ترڅو دټولو سياسي ګوندونو مشورې هم ټاکنیز اصلاحاتوکې شامل کړل شي.
سرچینې دی نیوز ته ویلي چې شهباز شریف دا وړاندیز د اپوزیشن له مشرانو سره تر مشورې وروسته کړی ځکه چې دا وړاندیز یوازې په ټاکنیزو اصلاحاتو پورې محدود دی خو که د تحریک انصاف مشرتابه په کوم بل کار کې همکاري وکړي نو په دې اړه به وروسته پرېکړه وشي.سرچينې وائي چې وزيراعظم عمران خان به نن استعفى ورکړي اؤ اسحاق ډار به ددغه مياشتې تر اخره هيواد ته را ستون شي.





