چې عمران خان ته معلومه وه چې ارشد شریف به قتل کیږي نو هغه بیا ولې د وړاندې و نه ویل؟ وفاقي وزیرداخله، رانا ثناالله

باغی ټي وي رپورټ
د داخله چارو وزير رانا ثناءالله وئيلي دي چې که عمران خان ته څه معلومات وو چې ارشد شريف به وژل کيږي نو ولې يې مخکې نه وو ويلي؟
رسنیو سره خبرو کښې وفاقی وزیر رانا ثناالله وويل چې له ارشد شريف سره يې دوه ځله خبرې کړي، وفاقي وزیر زیاته کړه چې ارشد شریف ورته نه دي ويلي چې له هېواده بهر ځي.
داخله وزير زياته کړه چې د ارشد شريف د کيس انکوائري به په 30 ورځو کښې بشپړه شي.
د اعظم سواتي څخه جامې لرې کولو په اړه د پوښتنې په ځواب کې رانا ثناءالله وويل چې په انکوائري کې به د ذمه دارانو خلاف کاروائي کولى شي.
……………………….






