د پاکستان کمزوري کول د امریکا پالیسي وه: مولانا فضل الرحمان

باغی ټي وي رپورټ
د پاکستان د ډیموکریټک تحریک (پي ډي ایم) مشر مولانا فضل الرحمان په وزیراعظم عمران خان نیوکه کړې او ویلي یې دي چې ته وایې چې څوک به نه پریږدي، زه درته وایم چې ته فکر کوه چې څوک به دې پریږدي؟
عمران خان ته په یوه اشاره هغه اوویل چې ستاسو انجام نېږدې
مولانا فضل الرحمان عمران خان ته په ډاګه کړه چې امريکا په اسلامي نړۍ کې ستاسو په څېر اجنټان پریښودې دي او دا د امريکا پاليسي وه چې پاکستان کمزوری کړي، هغه زیاته کړه چې مونږ د امريکې ايجنډا ناکامه کړې ده۔
د ګرانۍ په ضد د اسلام آباد ته د مارچ ګډون والو ته په وینا کښې مولانا فضل الرحمان اوويل چې دا مارچ به په څو ورځو کښې د ازادۍ مارچ نتيجه ورکوي.
هغه اوویل چې د مارچ په دوران يو ملګرے شهيد شوے دے چې په مړینه ی د غم څرګندونه کوي.





