امرالله صالح د عربي اماراتو په یو بانک کې له بکس سره لیدل شوی – انځورونه

باغی پښتو ټلویزیون هغه انځورونه ترلاسه کړي چې په کې د پخواني ولسمشر اشرف غني لومړی مرستیال امرالله صالح د عربي اماراتو په یوه بانک کې ناست دی.
په انځورونو کې لیدل کیږي چې امرالله صالح له یوه سور بخن بکس سره په څوکۍ ناست وي او وروسته د بانک له یوې مامورې سره غږیږي.
دا لا څرګنده نه ده چې امرالله صالح بانک ته د پیسو ویستلو لپاره تللی و که جمع کولو ته.
د غني د حکومت تر چپه کېدو وروسته د هغه انځورونه په لومړي ځل رسنیو ته راوتلي دي.
څو ورځې وړاندې د پنجشیر امنیتي ځواکونو د امرالله صالح له کوره شاوخوا شپږ نیم میلیونه ډالر راوویستل چې وروسته د افغانستان بانک مرکزي خزانې ته وسپارل شول.
امرالله صالح چې د کابل تر نیولو وروسته پنجشیر ته تښتیدلی و، په یوه ویدیو کې ویلي وو چې د خپلو خلکو تر څنګ به دریږي او د حکومت خلاف به وسله وال مقاومت کوي.






