افغانستان ته میلیاردونه راغلي ډالر ؛ ۹۰ سلنه بیرته د امریکایي قراردادیانو جیبونو ته تللي دي

0
213

افغانستان ته میلیاردونه راغلي ډالر ؛ ۹۰ سلنه بیرته د امریکایي قراردادیانو جیبونو ته تللي دي

لیکوال زیاتوي، چې امریکا پر افغانستان هېڅ لګښت و نه کړ، بلکې ټول لګښتونه یې بېرته د خپلو قراردادیانو په مرسته امریکا ته راوړل او شخصي امنیتي او لوژستیکي کمپنۍ یې شتمنې کړې.

 

(2022 / 3 / 15  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

یوې کاناډایي نشریې پر افغانستان بندیزونو او روان وضعیت ته کتنه کړې ده او وایي د امریکا روان غیر انساني چلند او غیر قانوني بندیزونه به میلیونونه افغانان وځپي.

دغه رسنۍ وایي چې امریکا په تېرو شلو کلونو کې په افغانستان کې هېڅ راز بنسټیز فعالیت نه دی ترسره کړی او د افغانستان د خلکو هېڅ بنسټیزه ستونزه یې نه ده حل کړې.

سرچینه کاږي چې افغانستان ته د امریکا د ټولو تللو مرستو او میلیاردونو ډالرو له ډلې ۹۰ سلنه یې بېرته امریکايي وګړو او د امریکا اقتصاد ته راګرځېدلي دي.

په مطلب کې راځي چې امریکا د افغانستان د مرستې په نامه میلیاردونه ډالر یوازې له خپلو بانکونو و ایستل او بېرته یې د امریکايي وګړو له لارې د امریکا اقتصاد ته راولېږدول.

لیکوال زیاتوي، چې امریکا پر افغانستان هېڅ لګښت و نه کړ، بلکې ټول لګښتونه یې بېرته د خپلو قراردادیانو په مرسته امریکا ته راوړل او شخصي امنیتي او لوژستیکي کمپنۍ یې شتمنې کړې.

له همدې امله نشریې پر امریکا نیوکه کړې چې اوسني بندیزونه یې غیر انساني، غیر قانوني او له ټولو نړیوالو نورمونو سرغړونه ده.

Leave a reply