امریکایي استخبارات: ښايي پر اوکراین د روسیې بریدونه شدید شي

امریکایي استخبارات: ښايي پر اوکراین د روسیې بریدونه شدید شي
په ورته وخت کې د ناټو ځینو غړو هېوادونو تازه له اوکراین سره د لا ډېرو مرستو خبر ورکړی دی. اوکراین کې بیا جګړې پلازمینې کېف ته نږدې شوې دي او د اوکراین د دفاع وزیر ویلي چې خپلې دفاع ته ادامه ورکوي.
(2022 / 3 / 15 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
امریکا وایي د دې احتمال شته چې په اوکراین کې د روسیې بریدونه زور واخلي.
د امریکا د مرکزي استخباراتو چارواکو ویلي، پوتین اټکل کاوه چې ښایي ډېر ژر وکړی شي اوکراین ونیسي، خو د زرګونه کسانو وژل کېدل او د روسیې تلفاتو دا چاره سخته کړې او پوتین یې غوسه کړی دی.
امریکا وایي د دې احتمال شته چې پوتین د خپلې موخې د ترلاسه کولو لپاره بېرحمانه بریدونه وکړي، خپله غوسه سړه کړي او اوکراین تسلیمېدو ته مجبوره کړي.
په ورته وخت کې د ناټو ځینو غړو هېوادونو تازه له اوکراین سره د لا ډېرو مرستو خبر ورکړی دی. اوکراین کې بیا جګړې پلازمینې کېف ته نږدې شوې دي او د اوکراین د دفاع وزیر ویلي چې خپلې دفاع ته ادامه ورکوي.






