کابل کې د روسیې سفیر: افغانستان سره د دیپلوماتیکو اړیکو پرېکول لویه تېروتنه وه

0
179

کابل کې د روسیې سفیر: افغانستان سره د دیپلوماتیکو اړیکو پرېکول لویه تېروتنه وه

هغه وایي له افغانستان د نورو هېوادونو د دیپلوماتیکو ماموریتونو تېښته یوه تېروتنه وه، چې باید نه وی شوې او ټولو باید په افغانستان کې د بشردوستانه خدماتو او ديپلوماتیک ماموریت لپاره خپلو چارو ته ادامه ورکړې وای.

(2021 / 11 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور

روسیه وایي له افغانستان د نورو هېوادونو د ديپلوماتیکو ماموریتونو ایستل تېروتنه وه.

په کابل کې د روسیې سفیر دیتمري ژیرنوف وايي دوی په دې خبر و، چې په کابل کې به پخوانی نظام له جګړې پرته سقوط کېږي، ځکه پخواني ولسمشر د خپل حکومت ساتنه نه شوی کولی او د فساد له امله یې پوځ ترې ناراضه و.

دده په خبره په دې هم پوه وو، چې نظام به له جګړو پرته سقوط کوي نو له همدې امله یې دا غوره وبلله چې دلته خپل ماموریت ته ادامه ورکړي.

Leave a reply