ځینې امریکايي ادارې وايي چې ښایي افغانستان کې ژر لویې انکشافي پروژې پیل شي

ځینې امریکايي ادارې وايي چې ښايي افغانستان کې لویې انکشافي پروژې پیل شي
نوموړې په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، دا یو حقیقت دی چې دمګړی په افغانستان کې هر څه په ټپه ولاړ دي او هېڅ راز انکشافي پروژه نه ده پيل شوې او نه هم نړیوالو په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده، خو ددې څرک شته چې ډېر ژر افغانستان د پرمختګونو او نوو پروژو د پيل شاهد وي.
(2021 / 11 / 9 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
ځينې امریکايي ادارې وايي په افغانستان کې د انکشافي کارونو د پيلېدو څرک شته دی.
د افغانستان د شفافیت د خدماتو د دفتر مشره جیل سوزان وایي ددې احتمال شته چې په افغانستان کې انکشافي پروژې پيل شي.
نوموړې په خپله یوه تازه مرکه کې ویلي، دا یو حقیقت دی چې دمګړی په افغانستان کې هر څه په ټپه ولاړ دي او هېڅ راز انکشافي پروژه نه ده پيل شوې او نه هم نړیوالو په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده، خو ددې څرک شته چې ډېر ژر افغانستان د پرمختګونو او نوو پروژو د پيل شاهد وي.
اړوند موضوعات:
ایرو اشیا د یو مطلب پة خپرېدو ویلي چې ټاپي پروژه به د سترو اقتصادي بدلونو سبب شي
نوموړې وايي نړیوالو ته نه ده په کار چې له افغانانو مخ واړوي، بلکې له نوي حکومت سره دې پایلې ته ورسېږي او په دې توګه دې افغانانو ته د خدماتو وړاندې کولو پروسه له سره پيل شي.






