دیني عالمانو او نورو مخورو د اسلامی امارت ملاتړ اعلان کړو

0
182

باغي ټي وي رپورټ
د افغانستان په لویدیځ کښې یو شمیر دیني عالمانو، مشرانو او نورو مخورو شخصیتونو د مولانا جلال الدی محمد بلخي په تالار کښې د اسلامی امارت ترسیوري لاندي تابیا شوې په یوه غونډه کښې شرکت وکړو.

په دې غونډه کښې د دینی عالمانو او مشرانو د افغانستان اسلامی امارت دمشرانو او حکومت سره د بشپړه همکارۍ څرګندونه وکړه او اعلان ی وکړه چې دوی به د افغانستان اسلامی امارت ملاتړ کوي.
په دې موقع د اسلامی امارت د هرات ولایت والی هم موجود او دیني عالمان د والی هرات او د افغانستان اسلامی امارت ملاتړ اعلان کړو او امارت اسلامی افغانستان سره د مکمل همکارۍ کولو ژمنه وکړه.
یاده دې وی چې د افغانستان د بیلا بیلو ولایتونو دیني عالمان، مخور ، د شیعه مسلک او د اهل حدیث ډلې ګنړ شمیر عالمانو او مشرانو هم د امارت اسلامی افغانستان سره په غونډه کښې ژمنه کړې چې دوی به امارت اسلامی افغانستان سره ملاتړ شوي او د امارت اسلامی افغانستان سره به پوره پوره مرسته کوي چې د امارت حکومت کامیاب شی او د افغان اولس خدمت وکړي.

Leave a reply