جرمني وايي چې اروپايي ټولنه دې د کډوالو بد وضعت لپاره ستراتېژي جوړه کړي

جرمني وايي چې اروپايي ټولنه دې د کډوالو بد وضعت لپاره ستراتېژي جوړه کړي
ده د کډوالو د بحران د بدتره کېدو د مخنیوي لپاره د اروپايي ټولنې د ګډې ستراتیژۍ غوښتنه وکړه. آلمان له پولنډ سره په خپله پوله کې ګزمې زیاتې کړي او دې پولې ته یې ۸۰۰ اضافي پولیس لېږلي چې د هغو کډوالو مخه ونیسي چې له بیلاروس څخه د اروپايي اتحادیې هیوادونو ته ننوځي.
(2021 / 10 / 29 نېټه باغي ټلویزیون)
بشپړ راپور
د آلمان د کورنیو چارو وزیر له بیلاروس سره د اروپايي اتحادیې د لوېدیځو پولو له لارې د زرګونو کډوالو د نوې لویې څپې په اړه خبرداری ورکړ.
د آلمان د کورنیو چارو وزیر هورست شیهوفر ویلي، د کډوالو د دې نوې څپې اکثره د منځني ختیځ او افغانستان پناه غوښتونکي دي.
اړوند موضوعات:
یونان د کډوالو لپاره نوی کمپ پرانیستی
ده د کډوالو د بحران د بدتره کېدو د مخنیوي لپاره د اروپايي ټولنې د ګډې ستراتیژۍ غوښتنه وکړه. آلمان له پولنډ سره په خپله پوله کې ګزمې زیاتې کړي او دې پولې ته یې ۸۰۰ اضافي پولیس لېږلي چې د هغو کډوالو مخه ونیسي چې له بیلاروس څخه د اروپايي اتحادیې هیوادونو ته ننوځي.
ویل کېږي چې له څو اوونیو راهیسې کډوال، چې اکثره یې د عراق، سوریې او افغانستان اتباع دي، له پولنډ څخه آلمان ته داخلېږي.
دا کسان لومړی بیلاروس ته تللي او له هغه ځایه یې اروپايي اتحادیې ته ننوتي دي.






