Baaghi TV Logo

امریکا وايي چې د خپلو محلي کارکوونکو کورنۍ هم لۀ افغانستان نه باسو

لیکوال:

امریکا وايي چې د خپلو محلي کارکوونکو کورنۍ هم لۀ افغانستان نه باسو 

د دې وزارت ویاند جان کربي تېره ورځ د نومبر په اتمه خبریالانو ته ویلي، چې د کورنۍ په دې غړو کې ښځه یا مېړه او تر ۲۱ کلونو ښکته هغه اولادونه حسابېږي چې واده یې نه‌وي کړی.

 

(2021 / 11 / 9  نېټه باغي ټلویزیون)

بشپړ راپور 

د امریکا دفاع وزارت وایي، له افغانستان څخه د کسانو ایستلو په لړۍ کې به د خپلو افغان کارکوونکو د کورنۍ غړي هم له دې هېواد څخه وباسي.

د دې وزارت ویاند جان کربي تېره ورځ د نومبر په اتمه خبریالانو ته ویلي، چې د کورنۍ په دې غړو کې ښځه یا مېړه او تر ۲۱ کلونو ښکته هغه اولادونه حسابېږي چې واده یې نه‌وي کړی.

اړوند موضوعات: 

امریکا وايي چې شا و خوا ۴۵۰ وګړي مو لا هم افغانستان کې دي 

د راپورونو له مخې، د امریکا دفاع وزارت دې هېواد ته له نویو رسېدلو افغانانو غوښتي، چې د خپل کورنۍ د غړو بشپړ نومونه دوی ته وسپاري.

د طالبانو راتګ سره هم‌مهال د امریکا له‌خوا د کسانو ایستلو په عملیاتو کې شاوخوا ۱۲۰ کسان له افغانستان وایستل شول، خو لا هم په زرګونه هغه کسان په افغانستان کې پاتي چې امریکا سره یې کار کړی و.