د کراچۍ په ډيفنس سيمه کې په ګاډي د ډزو له امله د سندهـ اسمبلۍ غړي اسلم ابڑو د ورور او وراره (اکرم ابڑو او شهريار ابڑو) د وژنې په پلټنو کې پرمختګ شوی دی.

باغي ټي وي رپورټ
تحقیقاتي ټیم د تههري قتل کښې د نامزد ملزمان خلاف نور ثبوتونه هم ترلاسه کړي دي.
د پلټنو چارواکي وايي چې تورن زبیر شاهواني د جولای پر ۲۳مه له خپلو دوو باډي ګارډانو ثناءالله او مجیب سره کراچۍ ته راغلی و، چې د پېښې په ورځ ثناالله او مجیب په ۱۱:۳۵ بجو په موټر سایکل د زبیر شاهواني له فلیټ څخه ووتل. تحقیقاتي ټیم د برید کوونکو ویډیوګانې هم ترلاسه کړې چې له فلیټ څخه وتلي دي.
د پلټني ټيم وينا ده چي د پيښي نه پس په موټر سائيکل سپور ملزم واپس فليټ ته راغلو او خپل کالي ئي بدل کړل او پوليس د فليټ د تلاشي په مهال کالي او نور سامان برآمد کړے دے۔
تحقيقاتي چارواکو وئيلي دي چې په اکرم ابڑو باندې د ډزو پيښه نن غرمه 11:53 بجې رامخې ته شوې او د ملزمانو خلاف د ډيفنس پوليس سټيشن کښې مقدمه درج کړې شوې ده۔
ياده دې وي چې څو ورځې وړاندې په ډيفنس کې د سندهـ اسمبلۍ غړي اسلم ابڑو د ورور او وراره په ګډون درې کسان په ډزو وژل شوي وو.
د پوليسو ترمخه موټر سائيکل سورو وسله والو په ډيفنس کې د ويګو په گاډي ډزې کړي چې پکې د سندهـ اسمبلۍ غړي اسلم ابڑو د ورور اؤ وراره پشمول ٤ کسان سخت ژوبل شوي چې دعلاج لپاره روغتون ته رسول شوي دي. چې پکې ۳ ژوبل شوي دي





