د پي ټي آئي پارليماني غړو پي ټي آئي ته عام انتخاباتو کښي اتحاد کولو وړانديز کړے دے۔

باغي ټي وي رپورټ
جيو نيوز سره خبرو کې د تحريک انصاف پارليماني غړو وياند ضياء الله بنګال وئيلي دي چې دوي په عامو انتخاباتو کښې د پي ټي آئي سره اتحاد کولو ته تيار دي او د اګست په 19مه نيټه به د عامو انتخاباتو لپاره د عوامي رابطې مهم شروع کوي۔
د ګوند وياند وويل د عوامي اړيكو د كمپاين په مهال به د خېبرپښتونخوا په ټولو ضلعو كښې جلسې كولې شي او د هرې حلقې نه به كانديدان په ټاكنو كښې برخه اخلي۔
ياده دي وي چي د خيبرپښتونخوا پخواني وزيراعلي پرويز خټک د پي ټي آئي پارليمنټيرينز جوړ کړے دے چي پکښي د خيبرپښتونخوا پخواني وزيراعلي محمود خان هم شامل دي۔






