د خېبر پښتونخوا پولیس د ترهګرۍ پر وړاندې په لومړۍ کرښه کې قرار لري، چې سلګونه سرتېري او افسران پکې شهیدان شوي دي.

باغي ټي وي رپورټ
جيو نيوز ته د ترلاسه شوو اسنادو له مخې، د 1970 څخه تر 2006 پورې په ټول صوبه کې 369 پوليس افسران او چارواکي شهيدان شوي، په داسې حال کې چې 1603 پوليس افسران د 2007 څخه تر 2023 پورې د ترهګرۍ قرباني شوي دي.
په اسنادو کې ویل شوي، چې په خیبر پښتونخوا کې د ترهګرۍ له امله ټولټال ۱۹۸۲ پولیس او افسران شهیدان شوي دي.
ټول 1982 پولیس او افسران د تروریزم قربانیان وو
د سند له مخې په پېښور کې ۳۵۸ پولیس افسران، په ډېره اسماعیل خان کې ۲۲۱، بنو کې ۲۱۱، په سوات کې ۱۳۶، مردان کې ۱۲۶ او کوهاټ کې ۱۰۶ پولیس افسران شهیدان شوي دي.
د اسنادو له مخې په ۲۰۰۹ میلادي کال کې تر ټولو زیات ۲۰۹ پولیس افسران او چارواکي شهیدان شوي، په داسې حال کې چې سږ کال تر اوسه ۱۳۷ پولیس د ترهګرۍ قرباني شوي دي.
کال 2018 کې لږ ترلږه 30 پوليس اهلکار شهيدان شوي، د ترهګرۍ قرباني شوي پوليس افسرانو کې 2 ايډيشنل آئي جي او 2 ډي آئي جيز هم شامل دي.






