د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت: ویست او متقی په دوحه کې د تفاهم او تعامل پر دوام موافقه وکړه

0
157

د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو وزارت: ویست او متقی په دوحه کې د تفاهم او تعامل پر دوام موافقه وکړه

د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د دې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د امریکا د استازو ټام ویسټ او رینا امیري ترمنځ د دوه ورځنيو خبرو د پای اعلان وکړ.

د سرپرست حکومت د اعلامیې له مخې، دوی د بندیزونو د لیرې کولو، د بشري حقونو او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو د خوشې کولو په اړه خبرې وکړې.

 

(2023 / 8 / 1   نېټه باغي ټلویزیون )

بشپړ راپور 

د موقت حکومت د بهرنیو چارو وزارت په دوحه کې د دې ډلې د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متقي سره د امریکا د استازو ټام ویسټ او رینا امیري ترمنځ د دوه ورځنيو خبرو د پای اعلان وکړ.

د سرپرست حکومت د اعلامیې له مخې، دوی د بندیزونو د لیرې کولو، د بشري حقونو او د افغانستان د بهرنیو اسعارو د زیرمو د خوشې کولو په اړه خبرې وکړې.

د سرپرست حکومت خبرپاڼه زیاتوي، چې دغه ۱۵ کسیز امریکايي پلاوي له سرپرست حکومت سره د ملګرو ملتونو د امنیت شورا له تور لېست څخه د دغې ډلې د مشرانو د نومونو د ایستلو، له نشه‎يي توکو سره د مبارزې او د اقتصادي ثبات پر ټینګښت خبرې وکړې.

اړوند موضوعات:

الجزیرې ویلي چې د دوحې ناسته ګټوره وه، امریکا ګڼې ژمنې کړې دي

امریکايي استازو تر اوسه د دغو خبرو د جزیاتو په اړه څه نه دي ویلي. تر دې وړاندې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت اعلان کړی و، چې د افغانستان لپاره د امریکا ځانګړی استازی توماس ویسټ او ملګري یې د سرپرست حکومت د بهرنیو چارو له وزیر امیر خان متوګي سره د امنیت، نشه یي توکو او د ښځو د حقونو په اړه خبرې کوي.

Leave a reply