حکومت د پټروليم مصنوعاتو بيې لوړې کړې دي.

باغي ټي وي رپورټ
د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار خبري كنفرنس په مهال د پټروليم مصنوعاتو د نرخونو اعلان وكړو۔
د خزانې وزير له مخې د هائي سپيډ ډيزلو په نرخ كښې 19 روپۍ 90 پېسې زياتوالى راغلى چې له دې وروستو به د هائي سپيډ ډيزلو نوې بيه 273 روپې 40 پېسې شي۔
ده ووئيل چې د پټرولو په نرخ كښې 19 روپې 95 پېسې زياتوالے راغلى چې له دې وروستو د پټرولو نوې بيه 272 روپۍ 95 پېسې شوې ده۔
د خزانې وزير وويل چې د پټرولو او ډيزلو په بيو کې زياتوالى به سمدستي نافذ شي.
هغه زياته کړه چې په نړيوال بازار کې په تېرو څو ورځو کې د تېلو بيه لوړه شوې ده او د تېلو د نرخونو په اړه له اوګرا سره مشوره شوې وه، نو ځکه د ملي ګټو په نظر کې نيولو سره نرخونه لوړېږي، خو وزيراعظم دغه خبره کړې ده. هغه وویل چې د خلکو لپاره، هغه څه چې ښه کیدی شي باید ترسره شي.
اسحاق ډار وويل، چې موږ د IMF په پروګرام کې يو او هرڅوک پوهيږي چې د سټنډرډ تړون شتون لري، پخوا هم ورته ستونزه رامنځته شوه چې حکومت په لاره کې تړونونه ونه کړل، نو موږ له IMF سره ژمن يو. د پټرولیم محصول پورې اړه لري.






