د تعلیم وفاقي وزیر رانا تنویر حسین وايي که یو سیاستمدار نگران وزیراعظم شو نو انتخابات به په خپل وخت ترسره کیږي که نه نو د ځنډیدو امکان شته.
باغي ټي وي رپورټ
شیخوپوره کښې میډیا سره خبرو کښې رانا تنویر حسین اوویل چې مونږ د تعلیم په برخه کښې کاميابۍ ترلاسه کړي دي، د مهارتونو، د استاذانو د روزنې او د معیاري تعلیم بنیاد مو ایښی دی.
هغه وويل که ورور يې هم د بهاولپور يونيورسټۍ په سکينډ کې لاس لري نو په ضد به يې گامونه اخستل شوي.
رانا تنویر وویل د سکینډل د تحقیقاتو ذمه واري څلور ادارو ته سپارلې شوې ده او د دوی رپورټ ترلاسه کولو وروسته به د ذمه دارانو خلاف کاروائي کوې.
وفاقي وزير زياته كړه چې كه يو سياستمدار نگران وزيراعظم شي نو انتخابات به په خپل وخت كولې شي، كه نه نو د ځنډېدو امكان شته خو زه د نگران وزيراعظم لپاره اميدوار نه يم۔