د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار وئيلي دي چې د پاکستان اقتصادي شاخصونه د ښه کېدو په لور روان دي او باوري دی چې د پاکستان اقتصاد به ډېر ژر ښه شي.

0
192

باغي ټي وي رپورټ

اسلام آباد کښې د بنک آف چائنا برانچ پرانستې دستورې ته وینا کښې اسحاق ډار اوویل چې نواز شریف د سی پیک منصوبه د چین قیادت سره په ګډه شروع کړې ده، د چین او پاکستان تر مینځ روانه همکاري به نوره هم زیاته شي.

هغه وويل د پاکستان اقتصادي شاخصونه د ښه والي په لور روان دي او باوري دى چې د پاکستان اقتصاد به ډېر ژر ښه شي.

مشرانو جرګې ته د مالیې وزیر څرګندونې

له دې وړاندې سېنېټ ته په خپل يو بيان كښې د خزانې وفاقي وزير اسحاق ډار ووئيل هېواد كښې د بهرنۍ اسعارو ذخائر له 13 تر 14 اربه ډالرو ته رسېدلې دي كومې چې د 15 نه تر 16 اربه ډالرو پورې رسولو هڅې روانې دي۔

د مالیې وزیر وویل، موږ د ښه اقتصاد له پلوه د نړۍ په کچه ۲۴م اقتصاد وو، خو د ناسمو پرېکړو له امله ۴۷م اقتصاد شو.

Leave a reply