د ايف بي آر پخواني چيئرمين شبر زيدي وئيلي دي چې هغه د کوم سياسي موقف سره علاقه نه لري.

0
163

باغي ټي وي رپورټ

شبر زيدي په ټويټر خپل يو بيان کې ويلي چې ما په ميډيا کې ويلي دي چې زه په نگران يا سياسي حکومت کې کوم مقام نه غواړم، زه د خپلې کمزورې مور له امله کراچۍ نه شم پريښودلی. هغه وویل زه غواړم خپل راتلونکی ژوند په پروفیشنل کار او کتاب لیکلو کې تېر کړم، زه غواړم چې د SIUT لپاره کار وکړم، زه نه غواړم خپل راتلونکی ژوند په اسلام اباد کې ضایع کړم.

د شبر زیدي تازه مرکه

د پي ټي ائي حکومت چيئرمېن ايف بي آر شبر زيدي څو ورځې وړاندې په يوه مرکه کې وئيلي وو چې که د تحريک انصاف حکومت دوام پيدا کړي نو د دورې په ختمېدو سره به هېواد له اقتصادي پلوه تباه شو .

د جيو نيوز پروګرام عاج شاهزيب خانزاده سره خبرو کې شبر زيدي وويل چې مونږ د پي ټي ائي چئیرمين ته مشوره ورکړې وه خو هغه په ​​دغه وخت کې د څه اوريدو په موډ کې نه وو.

د پي ټي آئي حکومت چيئرمېن ايف بي آر شبر زيدي وئيلي دي چې شهزاد اکبر په صوفې کښې ناست وو، د پي ټي آئي چيئرمېن ورته زنګ وهلو او ويل به يې چې شهزاد دا خبره کوي، ما ته ووايه چې څه وکړم.

شبر زيدي وويل چې د پي ټي ائي چئیرمين ته يې د ملک د خراب اقتصاد په اړه ويلي، تجويزونه يې ورکړي خو د اورېدو موډ کې نه وو.

Leave a reply