پاکستان په بهر کې د کریډیټ او ډیبټ کارډونو مالیه ۴۰۰ فیصده زیاته کړې ده.

0
63

باغي ټي وي رپورټ

په دې اړه يو نوټيفيكشن هم جاري كړې شوې۔ د نوټيفيکيشن له مخې په کريډټ او ډيبټ کارډ باندې ټيکس د ټېکس نه د 1 فيصده نه 5 فيصده ته زيات کړے شوے دے۔

د دې نه علاوه د رجسټرډ خو غیر ټېکس نه ورکونکو لپاره د کریډیټ، ډیبټ کارډ ټېکس له 2 څخه تر 10 فیصدو پورې زیات کړی شوی دی.

په دې لړ کې د عوایدو فدرالي بورډ ویلي چې د غیر میشته پاکستانیانو لخوا بهر ته د زیاتو پیسو لیږدولو له امله مالیه زیاته شوې ده.

دسرچينو ترمخه ايف بي آر دکريډټ اؤ ډيبټ کارډونو نرخونه بهر ته منتقل کولو څخه دمخنيوي لپاره کړي دي.

Leave a reply