په لاهور کې تر تشدد وروسته د کورنې کارکونکې رضوانې مور او پلار وېره څرګنده کړې چې لور یې هم مسموم شوې ده.

باغي ټي وي رپورټ
رضوانه چې د تاوتریخوالي قرباني شوې، له تېرو ۶ ورځو راهیسې د لاهور په عمومي روغتون کې تر درملنې لاندې ده.
د پوسټ ګریجویټ کالج پرنسپل پروفیسر ډاکټر الفرید ظفر د رضوانې له کورنۍ سره ولیدل او ورته یې وویل چې راتلونکي ۴۸ ساعته د ماشومې رضوانې لپاره مهم دي.
د سينه بغل متخصص ډاکټر عرفان وايي، د رضوانې برونسکوپي د اکسیجن د کمښت له امله بشپړه شوې، د رضوانې په يوه سږو کې انتان او په بل کې د وينې کلټونه، د رضوانې د سږو د انتان او د وينې د ټوټې درملنه شوې ده.
د ډاکټر عرفان په وینا، د رضوانې په وینه کې یو داسې انفکشن دی چې ټول بدن یې اغېزمن کړی، رضوانه ډېره کمزورې شوې ده.
بل لوري ته د متاثرې شوې ماشومې مور او پلار وېره څرګنده کړې ده چې لور يې هم مسموم شوې ده، خو په دې اړه پروفېسر ډاکټر الفريد ظفر وايي چې د زهرو په تړاو د رضوانې نمونې يې د ازموينې لپاره ليبارټري ته استولي دي. .
د اطلاعاتو او خپرونو وفاقي وزيرې مريم اورنګزېب او د ماحولياتو وفاقي وزيرې شېري رحمان هم د ماشومې په ضد د تشدد سخته غندنه کړې او د دې ماشومې لپاره د فوري انصاف غوښتنه کړې ده.






