پاکستان تحريک انصاف (پي ټي آئي) د سندهـ اسمبلۍ کښې د اپوزيشن ليډر متحده قومي موومنٹ (ايم کيو ايم) د ملاتړ په خاطر خپلو ٨ صوبائي اسمبلۍ غړو ته نوټس جاري کړے دے۔

باغي ټي وي رپورټ
د پي ټي آئي سيکرټري جنرل عمر ايوب تر دستخط لاندي د پارټي پاليسئ خلاف اپوزيشن ليډر ته ووټ ورکولو لپاره د سنده اسمبلي غړو ته د شوکاز نوټس جاري کړے شوے دے۔
پي ټي آئي سيد عمران علي شاه، سنجي ګنګواني، سچنند لکواني سچل، رابعه اظفر نظامي، عمر عمري، محمد علي عزيز، کريم بخش ګبول او بلال احمد ته د پارټۍ د پاليسۍ خلاف اپوزيشن ليډر ته د ووټ ورکولو لپاره د شوکاز نوټس جاري کړی دی.
ټولو غړو ته د نوټس جاري کیدو نه درې ورځو کښې دننه وضاحت وړاندې کولو هدایات شوي دي.
نوټس کښي وئيلي شوي دي چي د نه ترلاسه کيدو يا غير مطمئن جواب په صورت کښي به د پارټي پاليسئ مطابق د ټولو غړو خلاف کاروائي کولي شي۔
ياده دي وي چي د پي ټي آئي د حليم عادل شيخ په ځائي د متحده قومي موومنټ انا انصار د اپوزيشن مشر ټاکلي شوي دي۔
د ایم کیو ایم د رانا انصار په حق کښې د تحریک انصاف ۹ غړو لاسلیکونه وکړل. هغه د 20 ایم کیو ایم، 9 پی ټي آئي او 10 د جی ډی اے غړو ملاتړ لري او په صوبايي اسمبلۍ کې د اپوزیسیون لومړۍ ښځینه مشره ده.






