پاکستان تحریک انصاف د خپل ګوند د هغو سناتورانو پر ضد د اقدام کولو پرېکړه کړې چې د پوځ د قانون په تصویب کې یې رول درلود.
باغي ټي وي رپورټ
په لاهور کې د پاکستان تحریک انصاف د کور کمېټۍ غونډه د عمران خان په مشرۍ کې وشوه.
د پي ټي آئي وياند له مخې په ملاقات كښې د هېواد په مجموعي سياسي صورتحال خبرې وشوې او د راتلونكو ټولټاكنو په تياريو او سياسي تګلارې هم خبرې وشوې۔
وياند ووئيل چې په غونډه كښې د آرمي ايكټ منظورۍ په عمل كښې د پي ټي آئي غړو د کردار جاج واخستل شو۔ وياند ووئيل چې د سېنېټر شبلي فراز پشمول كمېشن به د دې معاملې هر اړخيزه پلټنه كوي او د پارټۍ پاليسۍ نه انحراف كولو په تور به د غړو خلاف كاروائي كولې شي۔
ياده دي وي چي تيرو ورځو کښي سينيټ د آرمي ايکټ ترميمي بل منظور کړے وو چي ترمخه به ئي د قامي سلامتيا په حقله ترلاسه شوي معلومات په غيرقانوني توګه افشا کولو او د سرکاری اهليت په حقله به تر پنځو کالو پوري سزا ورکولي شي۔ د رسمي رازونو قانون او د اردو قانون لاندې.