په نړیوال بازار کې د وریجو کمښت شدت موندلی دی.

0
90

باغي ټي وي رپورټ

په هند کې له وروستیو اورښتونو او سیلابونو وروسته د وريجو پر صادراتو بندیز لګول شوی، په داسې حال کې چې متحده عربي اماراتو هم د څلورو میاشتو لپاره د وریجو صادرات ځنډولي دي.

د وریجو پر صادراتو بندیز په نړیواله کچه د وریجو د بیو د لا لوړیدو ویره راپارولې ده.

د هندي چارواکو په وینا، د وریجو پر صادراتو د بندیز پرېکړه په هېواد کې د بیو د لوړېدو د کنټرول لپاره شوې ده.

له بلې خوا له بندیزونو وروسته په امریکا کې د وريجو سخت کمښت رامنځ ته شوی چې له امله یې په هټیو، پلورنځیو او بازارونو کې د وريجو شتون بند شوی دی.

د امریکا عامو خلکو په ویره کې په یو وخت څو ټنه وریجې وپلورلې او ټرالیونه یې د وريجو له کڅوړو ډک کړل او د وریجو المارۍ یې خالي کړې.

Leave a reply