د لاهور، فیصل آباد او شیخوپورې پشمول د پنجاب په مختلفو ښارونو کښې د تیزو بارانونو لړۍ روانه ده.

0
150

باغي ټي وي رپورټ

د لاهور ښار سړکونه د تېرې شپې د بارانونو له امله د سېلابونو صحنه ښيي چې له امله يې موټر سايکل چلوونکي او ګاډي د تګ راتګ له ستونزو سره مخ دي.

په ښار کې تر ټولو زيات باران ګلشن راوي کې 155 ملي ايم ريکارډ کړی شوی، چې په پاني والا تالاب کې 144 ملي ايم، نشتر ټاون 104 او لکشمي چوک کې 101 ملي ايم ريکارډ شوی دی.

لاهور کښې د سخت باران نه پس د ليسکو 95 فيډرو نه د بجلۍ بند کړے شوي بجلي په مرحله وار بحال کړے شوي ده او تر اوسه 75 فيډرو ته بجلي بحال کړے شوي ده۔

بل خوا په ګوجرانواله ښار او شاوخوا سيمو کې باران دوام لري، چې د سخت باران له امله لويې لارې په اوبو کې ډوب شوي دي.

PDMA وړاندوینه کړې چې د پنجاب په مختلفو ضلعو کې به د اګست تر لومړۍ نیټې پورې سخت بارانونه دوام ولري.

Leave a reply