د خيبرپښتونخوا په خيبرايجنسۍ او جنوبي وزيرستان کې دامنيتي ځواکونو په برياليو عملياتو کې 3 ترهګر وژل شوي دي.
باغي ټي وي رپورټ
د پاکستان د پوځ د عامه اړیکو څانګې (ISPR) له مخې، د جولای په ۲۷مه د خیبر په باغ سیمه کې د امنیتي ځواکونو او ترهګرو تر منځ د ډزو تبادله وشوه.
د آئي ايس پي آر وينا ده چي سکيورټي فورسز د ترهه ګرو پټنځايونه په موثره توګه په نخښه کړي دي د عملياتو په نتيجه کښي يو ترهګر وژلے شوي او د وژل شوي ترهګر نه وسله او بارودي مواد هم ترلاسه شوي دي۔
د آئي ايس پي آر له مخې د جولائي په 28مه نېټه د جنوبي وزيرستان په ګوملزم سيمه كښې امنيتي ځواكونو يو ځل بيا كارروائي وكړه چې د امنيتي ځواكونو او ترهګرو ترمېنځه په نښته كښې دوه ترهګر ووژل شول۔
آئي ايس پي آر وئيلي دي چي وژل شوي ترهګر د سکيورټي فورسز په ضد په ترهګرئ کاروائيو او د بيګناه ملکي وګړو په وژنو کښي هم ککړ وو۔
د آئي اېس پي آر ترمخه په سيمه کښې د نورو ترهګرو د له مينځه وړلو لپاره کليئرنس آپريشن روان دے او د سيمې اوسېدونکو د ترهه ګرۍ ختمولو لپاره د مکمل تعاون څرګندونه کړې ده۔