په اسلام اباد کې د سول جج د مېرمنې لخوا د کورنې کارکونکې د شکنجې په مقدمه کې نوې ماده اضافه شوې ده.

باغي ټي وي رپورټ
اسلام آباد کښې د کورنې نوکرې نجلۍ د تشدد په اړه د سول جج عاصم حفیظ د مېرمنې په ایف آئي آر کښې دفعه 328A اضافه کړی شوې ده، د میډیکل رپورټ په رڼا کښې دفعه 328A لګولې شوې ده.
له دې وړاندې د اسلام اباد د سول جج عاصم حفیظ د مېرمنې لخوا د قانوني پلوه کمزورې ایف آئي آر په وجه د اسلام آباد پولیس یوازې د جعلي قید او مرګ د ګواښونو لاندې مقدمه درج کړې وه او د عدالت نه یې حفاظتي ضمانت ترلاسه کړی وو.
په دې لړ کې پوليسو د لاهور په عمومي روغتون کې د درملنې لاندې د نجلۍ او د هغې د پلار بيان ثبت کړ او د لومړي وزير ځانګړې مرستيالې شازا فاطمه په روغتون کې د نجلۍ د درملنې کتنه وکړه.
ميډيا سره خبرو کښې شازا فاطمه وويل دا د افسوس خبره ده چې د ملزم ضمانت منظور کړې شوې دې، ايف آئي آر کښې د شقونو ښه کول پکار دي او د ماشومې حالت تر اوسه ښه نه دے.
بل اړخ ته سينيټر عائشه رضا په ايف آئي آر کښي د قتل د کوشش دفعات شاملولو غوښتنه کړي ده۔
د دغې نجلۍ د ځيګر او پښتورګو ناروغي هم په ورته وخت کې روانه ده
بل لوري ته د کورنې کارکونکې رضوانه علاج ډاکټر پروفېسر فريدالظفر ويلي دي چې د نجلۍ د ځيګر او پښتورګو انتان هم په ورته وخت کې روان دی، د رضوانې حالت تر کتلو وروسته به د اکسیجن د ایستلو په اړه پرېکړه وشي او ممکنه ده. چې بدن به د انفیکشن له امله مړ شي، ما د اکسیجن کچه ټیټه کړې ده.
هغه وويل، چې د رضوانې روغتيايي حالت اوس ښه دى، پرون ٨ ورځې وروسته رضوانه يو څه خوړلي وو، له څاڅکو ورکولو وروسته يې اوس د وينې فشار نورمال دى.
د يادونې وړ ده، چې د تاوتريخوالي د قرباني شوې نجلۍ قضيه د زمري په ٢٤مه راڅرګنده شوه، چې د نجلۍ مور د قاضي پر مېرمنې د تاوتريخوالي تورونه پورې کړل او وېرېدله.






