نن او سبا په پنجاب کې د طوفاني بارانونو امکان دی، په داسې حال کې چې د ډيره غازي خان په غرنيو سيمو کې د سيلابونو خطره ده

0
186

باغي ټي وي رپورټ

د راپورونو له مخې، د ستلج سیند په سر سلیمانکي کې معتدل سیلاب دی، د موقتي بند د ماتیدو له امله اوبه فصلونو او استوګنځایونو ته ننوتي چې 21 کلي یې اغیزمن کړي.

سرچينې وايي چې تر دې دمه ٦٥٠٠ کسان خوندي ځايونو ته لېږدول شوي دي.

بل خوا په کهرور پکا کې هم د اوبو سطحه لوړه شوې، د بست چکري بلوچان بند د سېلاب له امله مات شوی، خو د درې سوه اوسېدونکو خوندي ځایونو ته لېږدول شوي دي.

بل لوري ته د سندهـ سيند په چچدان شريف کې د سيلاب کچه لوړه شوې ده، د اوبو لګولو رياست وايي، وضعيت تر کنټرول لاندې دى او محافظتي بندونه پياوړي شوي دي.

د دې نه علاوه د کوئټې او کوهلو پشمول د بلوچستان په مختلفو ښارونو کښې د شپې تر ناوخته باران دوام لري.

د راپورونو له مخې په بلوچستان کې د طوفاني بارانونو او سېلابونو د راوتو له امله په ډېری ځايونو کې حفاظتي بندونه مات شوي، خام کورونه د خټو ډنډونه جوړ شوي، فصلونه له منځه تللي، ټيټې سيمې سېلابونو لاندې کړي او په آواران کې موټرې له ځان سره وړي دي.

Leave a reply